IQNA

دعای افتتاح د  پروردګار د مغفرت په لور یوه دروازه ده

14:53 - April 13, 2022
د خبر لمبر: 3485678
تهران(ایکنا)- د افتتاح دعا یوه هغ دعا ده چې پر هغو انسانود  الهی رحمت او امید دروازې پرانیزی چې ناامید شوي دي ، دوي ته سپارښتنه کیږي چې دغه دعا د روژې د مبارکې میاشې  په شپو کې ولوستل شي .

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،لمنځاو توسّل د انسان تر ټولو ښه  روحی حالات دي ، چې خالق ته اړتیا په څرګندولو سره ،د انسان معنوي درجې لوړوي .

هر یو عبادت   او دعا ځيني اداب او شرائط لري  چې له دغو شرائطو پرته به هیڅ اغیزې ونه لري د دعا له آدابو څخه یو د دعا د مناسب وخت او ځاي ټاکل دي چې  روژې مبارکه میاشت په دې باب یوتر ټولو غوره او ښه وخ دی  او د افتتاح دعا هم ځيني مضمونونه لري ، چې  دروژې د مبارکې میاشتې په شپو کې ئې د لوستلو سپارښتنه شوې ده .

دغه دعا د ؛ اللهمَّ انِّی افْتَتِحُ الثَّناءَ بِحَمْدِکَ ؛په عبارت سره ،یعني ائ خدایه!زه ئې د تا په مننې او ستاینې سره پيلوم ، سره پیلیږي .د هماغه عبارت په پیل اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذى یُۆْمِنُ الْخآئِفینَ وَ یُنَجِّى الصّالِحینَ»   ،دهغه خدای مننه او ستاینه چې  ویریدلو او وروسته پاتې او مستضعفوانسانانو ته پناه ورکوي  او تقوا دار او توبه کونکي ژغوري .::

همداراز په دغې دعا کې لولو، وَاسْتَجِبْ بِهِ دَعْوَتَنا وَ اَعْطِنا بِهِ سُؤْلَنا و بَلِّغْنا بِهِ مِنَ الدُّنْیا وَ الْأَخِرَةِ امالَنا و اَعْطِنا بِهِ فَوْقً غْبَتِنا یا خَیْرَ الْمسؤلینَ؛   ،د مونږ دعاګانې قبولې کړې  او غوښتنې مو ومنې او هغو هیلو او ارزوګانوته مو چې په دنیا او آخرت کې ئې لرو، ورسوې او له هغه څه ته چې دمونږ په زړونو کې دي راته ئې ډالۍ کړې ، ائ ترټولو لوي سوال منونکیه .

ددغې دعا لومړنۍ برخه خداي پيژندنې  ته بیله ده  او ځیني داسې ځانګړنې بیانوي ، چې دخداوندمتعال دعظمت ځيني برخې انځوروي . ددغې دعا دوهمه برخه پر پيغمبر اکرم (ص) او د هغه پر آل د درود او سلام استولو او د دوي بزرګوارانو د کمالاتو او مهم ځائيګي بیانولو ته مخصوصه ده . د افتتاح دعا دریمه برخه له حضرت امام مهدي (عِ)سره اړونده  ده ، او د هغه د ظهور  او د هغه د عدل دحکومت او دحق دحکومت د ټينګیدا د آرزو لپاره دعا ده .

د دعاي افتتاح په یوې برخې کې راغلي دي ،؛ «اَللَّهُمَّ اِنّا نَشْکُو اِلَیْکَ فَقْدَ نَبِیّنا صَلَواتُکَ عَلَیْهِ وَ آلِهِ وَ غَیْبَة وَ لِیِّناَ وَ کَثرَةَ عَدُوِّنا و قِلّةَ عَدَدِنا وَ شِدَّةَ الْفِتَن بِنا و تَظاهُرَ الزَّمانِ عَلَیْنا؛  ؛ائ لویه خدایه ! مونږ د پيغمبر اکرم  له نشتوالی او د امام(مهدي) له غیبت او همداراز د  مونږد دښمنانو له ډيروالي ا د مونږ د شمیر له کمووالي او د فتنو له زیاتیدا او پر مونږد چاپیریال له غلبې څخه ، تاته شکایت کوو .::::

https://birjand.iqna.ir/fa/news/1427126/  

captcha